افغانستان

اوچا: افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۵۸ کسان مړه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې د افغانستان په ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې په سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو کې د مړو شویو کسانو شمېر زیات شوی دی.

اوچا ویلي، چې تر نن ورځې پورې د ۵۸ کسانو د مړینې او ۳۸۰ تنو نورو د ټپي کیدو راپور ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د سرپرست حکومت د پيښو پر وړاندې د مبارزې د دولت وزارت هرې هغې کورنۍ ته چې خپلوان یې له لاسه ورکړي ۱۰۰ زره افغانۍ ویشلي دي او د دې سربېره د لسو او پنځه زرو ترمنځ افغانۍ یې ټپیانو ته هم د هغوی روغتیايي وضعیت ته په کتنې ورکړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د بشري مرستو شریکانو د دغو ناڅاپي پیښو سره هممهاله په سېلاب ځپلو سیمو کې مصیبت ځپلو ته د مرستو د رسولو لپاره هڅې چټکې کړې دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button