نړۍ
اېتوپیا کې د ځمکې ښویېدو له امله ۵۵ کسان مړه شوي
په اېتوپیا کې سیمهییز چارواکي وايي، چې پرون د سوېلي اېتوپیا ایالت په غرنۍ سیمه کې له سختو ورښتونو وروسته ځمکه ښویېدلې ده.
په دې پېښه کې لږ تر لږه ۵۵ کسان مړه شوي دي. سیمهییزو چارواکو خبرداری ورکړی، چې د مړو شمېره به لا لوړه شي. چارواکي وایي، چې په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د چارواکو په خبره، په سیمه کې د ژغورنې عملیات لاهم روان دي.
د اېتوپیا دولتي رسنۍ فانا اژانس لهخوا په خپرو شویو تصویرونو کې ښودل شوې، چې خلک تر خاورو لاندې د ژوندي بند پاتې کسانو د ژغورنې هڅه کوي.