افغانستان
بامیانو کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د بامیانو ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ تنو ته د مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امنیتي مسوولینو په خبره دغه پېښه د یاد ولایت مرکز په سرخدر سیمه کې د نیشان او ټروبو ډوله موټرو د ټکر له امله را منځ ته شوې، چې ۲ تنه په کې مړه او د دوو ښځو په ګډون ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې ټپيان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ځایي امنیتي مسوولینو د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې ده.