افغانستانټولنیز

بامیانو کې د لاسي صنایعو پنځه ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

په بامیانو ولایت کې د لاسي صنایعو، هنري اثارو، لبنیاتو او یو شمېر نورو سیمه ییزو تولیداتو نندارتون چې پنځه ورځې وړاندې د کورنیو تولیداتو د ودې په موخه جوړ شوی و، پای ته ورسېد.

سوداګر، متشبثې مېرمنې او هنرمندان دغه نندارتون د سیمه ییزو تولیداتو د بازار موندنې او پېژندنې لپاره ګټور بولي.

د دغه نندارتون یو شمېر ګډونوال له سرپرست حکومت غواړي، چې د سیمه ییزو تولیداتو او لاسي صنایعو د ملاتړ په موخه دغه ډول نندارتونونه په نورو ولایتونو او له هېواده د باندې هم جوړ کړي.

په همدې حال د بامیانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست په راتلونکي کې د ورته نورو نندارتونونو د جوړولو ډاډ ورکوي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button