افغانستان
بلخ کې د پوهنې اړوند ۶ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د پوهنې سرپرست وزیر بلخ ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ښوونیز وضعیت ارزونې ترڅنګ د څه باندې ۱۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶ پروژو پرانیسته هم کړې ده.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نوموړي په دغه سفر کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۲۲ میلیونه ۳۰۰ زره ۶۹۷ افغانیو په لګښت د ۳ دیني مدرسو او ۳ ښوونځیو ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارلې.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په دغو پروژو کې په مرکز مزار شریف ښار کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د المهتدون مدرسې ودانۍ، په نهرشاهي ولسوالۍ کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د حنیفه البیضاء مدرسې ودانۍ، په مزارشریف ښار کې د ۴میلیونه افغانیو په لګښت د حسن بن علي رض مدرسې ودانۍ، په مزارشریف ښار کې د ۳۸ میلیونه ۳۸۷ زره ۸۰۰ افغانیو په لګښت د هوايي بلاکونو عالي لیسې ودانۍ او ځينې نورې پروژې شاملې دي.