افغانستان
بهزاد: کارموندنه د افغانانو د ژوند کیفیت لوړولو کې رغنده رول لري
په کابل کې د کار نړیوال سازمان مشر ډاکټر رامین بهزاد د کار ملي کنفرانس ته په خبرو کې ویلي، دلته له راټولېدنې اصلي موخه داده چې افغانانو ته کار موندنه او د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې شي.
بهزاد ویلي، کارموندنه به د افغانانو حیثیت او د ژوند کیفیت هم لوړ کړي. هغه د کار موندنې په برخه کې له خپل لوري ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې تر راتلونکو پنځو کلونو به یو اشاریه درې میلیونه افغانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.
نوموړي په عین حال کې ویلي، تیرو دوو کلونو کې یې یو میلیون کسانو ته کاري زمینه برابره کړې ده. کابل کې د کار نړېوال سازمان مشر دا هم ویلي، تر ډېره یې هڅه دا ده چې د افغانستان محرومو قشرونو، معلولینو او معیوبینو ته په کاري بوختیاوو کې لومړیتوب ورکړي.