افغانستان
تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۹۰ زره ټنه انتقالات شوي
په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې نږدې ۹۰ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۸۹ زره ۸۲۴ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۲۷۷۲ ټنه توکي صادر شوي. دغه وزارت وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.
Now is so what is the tsars governors Nobody used to keep your