افغانستان

خوست کې ۸۴ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د څه باندې ۱۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په اډانه کې د ۸۴ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، اوبو لګولو سربندونو، محافظوي دېوالونو او پلچکونو جوړول شامل دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button