د راپورونو له مخې، د یونیسکو نړیوال میراث کمېټې خپله ۴۶مه غونډه د یکشنبې په ورځ د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې په رسمي ډول پیل کړه.
دغه کمېټه به د ۱۲۴ ځایونو د حالت ارزونه وکړي چې دمخه لا د معتبر نړیوال میراث لیست کې درج شوي دي، او همدارنګه به د نويو کلتوري او طبیعي ځایونو د وراضافه کولو لپاره د ۲۷ نومونو بیاکتنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د نړیوال میراث کمېټه په کال کې یو ځل غونډه کوي او د هغو هېوادونو له ۲۱ استازو څخه جوړه ده چې د نړیوال میراث کنوانسیون غړي دي. دا غړي د عمومي اسامبلې لخوا ټاکل کېږي.
یاده غونډه به د جولای میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې دوام وکړي.