ورزش

وحیدالله حمیدي د سوک وهنې نړیوال سازمان د مسلکي بورډ غړی شو

يو افغان، وحیدالله حمیدي د سوک وهنې د نړیوال سازمان د مسلکي بورډ غړیتوب ترلاسه کړ.

ښاغلی حمیدي د افغانستان د سوک وهنې د ملي فدراسیون عمومي منشي هم دی.

د افغانستان د سوک وهنې ملي فدراسیون رسنیو ته تایید کړې، چې وحیدالله حمیدي په دې وروستیو کې له افغانستان څخه د سوک وهنې د نړیوال سازمان مسلکي بورډ غړيتوب ترلاسه کړى دی.

هغه د څه باندې شپږو کالو راهيسې د افغانستان د سوک وهنې ملي فدراسیون د عمومي منشي په توګه دنده ترسره کوي.

د یادولو وړ ده چې ښاغلی حمیدي هم په وروستیو کلونو کې د افغان سوک وهونکي په توګه د لوبو ډګر ته داخل شوی دی.

Back to top button