افغانستانسوداګري

چارواکي: کابل به سبا او بله ورځ د کار ملي کنفرانس کوربه وي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي، چې د کار لومړنی ملي کنفرانس به کابل کې د روانې اونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې جوړ شي، چې د دولتي ادارو د مسولينو سربېره به د خصوصي سکتور او يو شمېر نړیوالو بنسټونو استازي هم په کې ګډون ولري. د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي، چې هېواد کې د کار موندنې په برخه کې د پرمختګونو لپاره بشپړې هڅې کوي. د یاد وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، په یاد دوه ورځني ملي کنفرانس کې به په هېواد کې د بې کارۍ پر لاملونو او وګړو ته د کاري زمینې د رامنځته کولو لپاره د عملي حللارو په اړه بحث او خبرې وشي. په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی، د یاد ملي کنفرانس جوړېدل په هېواد کې د وګړو لپاره د کار موندنې په برخه کې مهم ګام ګڼي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button